علمي نوم یې Ananas comosus )) دی او د Bromeliaceae په کورنۍ پورې اړه لري ، دپیدایښت ځای یې دبرازیل جنوب او دپاراګوای هیواد ګڼل کیږي ، پاڼې یې اوږدې او کا چوغې ته ورته دي ، دپاڼو څنډې یې ښویې بشپړې او حلقوي بڼه لري په دریم کال کې ددغو پاڼو له منځ څخه نوې پاڼې وده کوي ګلونه یې واړه ، ابي رنګه غوښن او د

ډنډر په وروستۍ برخه کې جوړیږي د دغو غوښنو ګلانو په وروستۍ برخه کې د وړو پاڼو یو تاج لري ، چې وروسته په میوه بدلیږي . د انا ناس میوه په حقیقت کې کاذبه بڼه لري .

دغه میوه د تودو سیمو دمیوله ډ لې څخه شمیرل کیږي . اناناس یو څو کلن او یو مشیمه یي بوټی دی ، چې لوړوالی یې له 4 څخه تر 5 فوټو پورې رسیږي ، که چیرې په کافي اندازه ځای ولري دهر کال په تیریدوسره څنګونو ته وده کوي او پراخه سیمه لاندې کوي ،

خو دا کار د سوداګرۍ په مارکیت کې دمیوې کیفیت را ښکته کوي ، نو له دې کبله لازمه ده

چې هرکال د دغه بوټي دښاخونو پرې کول او اصلاح ترسره شي ، په لومړي کال کې یواځې هغه ډنډر چې ایښودل شوی دی کولای شي په خپله وروستنۍ برخه کې میوه ونیسي

چې بیا وروسته له 15 ــــ 32 میاشتو پورې پخیږي په دوهم کال کې هغه څانګې چې دمورني ډنډر په شاوخواکې رامنځ ته شوي دي ، هم کولای شي چې میوه ونیسي دمیوې

دپخوالي موده په تودوخه ، اوبو او د ونې په خوراکي توکیو پورې اړه لري کله چې میوه پخه شي لاندینۍ برخه یې دپورتنۍ برخې په پرتله خوږ خوند لري ، د اناناس خوږوالی په هغو نشایستوي موادو پورې چې په ډنډر رکې ذخیره ( زیرمه ) کیږي اړه لري ،

داناناس له میوې څخه هم په تازه توګه ګټه او هم ترینه دجوس په ډول کار اخیستل کیږي ،

په خامه میوه کې یې یوه زیاته اندازه اګزالیک اسید ( oxalic acid ) شته چې ډیر سوځوونکي مخرش دي ، خو په پوخوالي کې دغه په سلوکې له 5 / . _ 1/. ته راښکته کیږي د دې له پاره چې میوه زخمي نه شي هغه له یو شمیر هغو پاڼو سره چې د میوې چاپیر ه ځای لري ، بازارته وړاندې کیږي ، که نه نو د زخمي کیدو يه صورت کې میوه په ډیر لږ وخت کې خوسا ( فاسده ) کیږي له دې کبله چې داناناس میوه ډیر ژر خرابیږي او د لسوورځو په موده کې په سلوکې له لسوڅخه زیاتې خپلې اوبه له لاسه ورکوي ، ځکه نو له ټولولو څخه وروسته باید ژرتر ژره بازارته وړاندې او وپلورل شي .

+ نوشته شده در  جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 22:57  توسط سيد مصطفي محمدزاده   |