Anxiety یا اندیښنهوارخطائ
یادعصبانیت احساس کول دنارمل ورځني ژوند یوه برخه ده . هرڅوک یووخت نه یو
وخت ډاریږي اویا تشویش کوي.په خفیف اومتوسط اضطراب یااندیښنه کې شخص کولی
شي خپله توجه ،انرژی ،تشویق اوترغیب موازن اومتمرکز وساتي.اوپه شدید اضطراب
یا اندیښنه کې شخص احساس دکمزورتیا،مغشوشتیا، ډیره زیاته ورخطائ په هغه
پیښو کې چې د زیاتې ورخطائ وړنه وي لري.او ډیر شدید اضطراب دورځني ژوند
مزاحم او مانع ګرځي.دا ډول ډیره شدیده اندیښنه کیدی شي د یومرض نښه یا عرض
وي لکه د ژورخفګان یا Depression .یو ځانګړی حالت یا ویره کولی شي یو څویا
ټول دغه اعراض دیولنډ وخت لپاره را منځته کړي.اندیښنه کولی شي فزیکي
اورواني اعراض یا نښې را پیداکړي. |