کمـــــپيوټــــــر
کمپيوټر هغه رويبار دى چې ستا له ورتلوڅخه  وړاندي يي دمؤسيسي له رئس اونورو کارکوونکو سره ستاپوره پيژندنه اومعرفت کړي وي ستا دلياقت اوقابليت په با ب يي هغوى دومره په تلوسه کې اچولي وي     هغه دچا په خبره که چيري تا له دوى سره کار پيل کړ  نودوى به هرومرو ستا دکار او وړتيا له برکته دومره پرمختګ وکړي آن چې داسمان دستورو منظري به هم وکړاى شي .
اوستا په پسي شا به يي هغوى ته داسي ټټر ډبولى وي چې د دفتر هر کار نور ځوان ته پريږدى .
او د دوى هغو ټولو پوښتنو ته به يي ( چې آيا هغه به لوستى وي ؟ آيا هغه به مکتب ويلى وي ؟ اوآيا هغه به له کومي پوهنځۍ څخه فارغ وي ؟)        داسي معقول ځوابونه ويلي وي چې ټول به ستا پوهي ته ګوته په غاښ وي .
خو خبر به نه وي چې ګل لا لا  په ..... .............................نه پوهيږي .

لــــــــــــــــــنډۍ
کـــــه مؤسيسي ته دي زړه کيږي ـــــــــــــ د کمپيوټر زده کړه په تا فرض ده مينه
که واســــــطه دي چــــېري نه وي   ــــــــــــــ اوسني خلک د دريشي لحـــاظ کوينه
نيکــــــــټايي وتــړه تــر غـــــــا ړه ـــــــــــــــ  دريشي وکړه بکس په اوږه واخله مينه
ږيره په صفرماشـــين تراش کړه ــــــــــــــ بيا دي څوک تا ته وظـــــيفه نه درکوينه
( رمــان ) کې دغه خانې نشته  ــــــــــــــ دمؤسيسي ګارد يي نزدي نه ورپريږدينه

عــــبدالباري ( رمـــــان )
هلـــــــمند لښــــــکرګاه
دبســـت روغــــــــــتون

 

+ نوشته شده در  جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 22:50  توسط سيد مصطفي محمدزاده   |