مخکي له دې چي وینډوز انسټال کړئ ، لومړی باید خپل دکمپیوټر هارډوېر و وګورئ ، چي آیا وینډوز پري انسټالېدای سي  یا څنګه...؟

هغه هارډوېر چي دوینډوز ایکس پي دانسټالېدو لپاره اړین دي ، لاندي درته لیکل سوي دي ، هرکله ستاسو کمپیوټر لاندي او یاهم له دې نه دلوړو مشخصاتو لرونکی وي ،  ایکس پي وینډوز بېله کومي ستونزي باندي انسټالولی سئ .

ستاسو سیستم باید :

پينټیم ۳۰۰ میګاهرټز (MHz) پراسیسر  ولري .

لږ تر لږ ه ۶۴ میګابیټ رم  ولري ( د ۱۲۸ میګابیټ رم سپارښته درته  کیږي ) .

لږ ترلږه یوه نیمه جي بي ( ۱.۵ GB) هارډیسک کي حافظه ولري.

سي ډي رام (CD-ROM) .

بورډ او موس( Keyboard & Mouse) .

مانېټر

سونډ کارټ (Sound Card) .

 

+ نوشته شده در  جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 22:49  توسط سيد مصطفي محمدزاده   |