|
دمالدیو هیواد دکابینی غوډه داوبو لاندی وشوه
مالديو چې يو اسلامي هېواد دى؛ له نږدې ١٢٠٠ کوچنيو ټاپو ګانو خخه جوړ شوى دى او د هند په سمندر کې پروت دى ،د سمندر له سطحې څخه يې منځنى لوړوالى دوه متره او ١٠ سانتي متره دى ، د مالديو دولت له دې خطر سره مخامخ دى چې د اوبو د سطحې په لوړېدو به يې هېواد اوبه لاندې کړي او د نړۍ له نخشې خخه به مالديو ورک کړي د مالديو د دولت غړي دوه مياشتې دتکړه او ماهرو لامبو وهونکو په پيدا کولو تېرې کړې ، دوى وويل سره له دې چې دې غونډې لږ وخت ونيو ،خو موخه يې نړيوالو ته د يو مهم پيغام استول و. له دې امله د مالديو ولسمشر محمد نشيد او د دولت غړو يې پنځه متره دننه په اوبو کې غونډه کړه، او له دې لارې يې نړيوالو ته يو بيانيه صادره کړه چې د کاربن ډاى اکسايډ او نورو مضر غازونو د توليد مخه دې ونيسي ،چې د هوا د تودېدا او ککړتيا لامل کېږي. غونډې نيم ساعت په اوبو کې دوام وکړ او د کابينې غړو به د يوبل د پوه کولو لپاره په سپينه تخته ليک کاوه او يا به يې يوبل په اشارو سره پوه کول محمد عثمان ددې سيمې يو اوسېدونکى د اوبو د جګېدو په موخه کښتۍ ته په اشارې وايي، چې: يوازې څو مياشتې مخکې داوبو لمن د کښتۍ هاخوا وه خو اوس اوبه دلته رانږدې شوې دي. ابراهيم ديدي د مالديو هېواد د کرنې او ماهي نيولو وزير د لامبو سامان لاسليک کوي د مالديو د کابينې وزيران له خپلو لامبو زنو روزونکو او يوه نظامي ساتونکي سره چې هر يو وزير بدرګه کوي وينئ وزيران د روزونکو په مرسته اړين پوښاک اغوندي د مالديو د کابينې وزيران له خپلو روزونکو سره د غونډې ځاى ته لامبو وهي امين فيصل د مالديو هېواد د دفاع وزير په لاس اشاره کوي چې د ساه اېستلو کې کوم ستونزه نه حس کوي د غونډې د تالار په شاوخوا کبان ګرځي راگرځي د اصلي غونډې مخکې وزيران د غونډې لپاره تمرين کوي عکس ها به ترتیب
![]()
+ نوشته شده در جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 17:31  توسط سيد مصطفي محمدزاده
|
|