|
داپېغله چي رشیده خاتون نومیږي دهند په شمال ختیځه برخه کي ژوند کوي ، نوموړې کله چي ژاړي نو دسترګو څخه ئې داوبو پرځای وینه بهیږي .
نوموړې کله چي عبادتځای ته ځي ، نو عبادت کوونکي په ډېر ي حیرانۍ سره ددې ومخ ته ګوري ، او ګوتي په غاښ پاته سي .
دهند په شمال ختیځه سیمه ، پټنا کي چیرته چي نوموړې ژوند کوي ، یوه ډاکټر ویلي ، چي ددې مرض لپاره یې کومه دوا نه ده موندلې او نه هم په دې هکله مالومات ورکولای سي . دغه مطلب چي په بېلابیلو ویب پاڼو او ورځپاڼو کي خپور سوی، خلکو ته هم دډېري حیرانۍ خبره برېښي . سیمه ایز هندو روحاني نوموړې یوه معجزه ګڼي ، درشېدې خواخوږي ونوموړي او دهغې کورنۍ ته بخښني وړاندي کوي .
رشیده په خپله په دې هکله وايي : کله چي زه ژاړم ، د کوم درد احساس نه کوم، خو داوبو پرځای دویني په لیدو سره یو څه راته لړزونکې وي ..
تردې دمه کومي طبي پلټني چي ترسره سوي دي ، ددې پېښي کره علت یې نه دئ څرګند کړی .
+ نوشته شده در جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 17:28  توسط سيد مصطفي محمدزاده
|
|