ځو پورې غره ته نور خوندونه په چينو کې ګورو

خلاصې تڼۍ د ګريوانونه په چينو کې ګورو


پر تورو کاڼو باندې کله د چا مينه راځي
سپين د هيندارې په شان زړونه په چينو کې ګورو


که يوه نيمه اوښکه زړه ته آرام نه وربخښي
څپې، څپې يې کاروانونه په چينو کې ګورو


چې مو تندي د محراب خوا کې په سجدو ماتول
خو اوس د عمر ثوابونه په چينو کې ګورو


زړونه تندي زموږ هيندارې وې چا ماتې کړلې
اوس به څيرې او خپل ځانونه په چينو کې ګورو


خړو څپو د سيند مو ډېرې هيلې غرقې کړلې
د خپل راتلونکي ارمانونه په چينو کې ګو



+ نوشته شده در  جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 17:4  توسط سيد مصطفي محمدزاده   |