|
مونږ تاسي بايدهيڅکله داله ياده ونه باسوچې دخولي اوغاښونودپاک ساتلولپاره ترټولوښه اواسانه لاره دمسواک اوياهم برس اوکريم استعمالول دي خوددي په خواکې ديادواسانتياوته دنه لاسرسي په وخت کې کولاي شوچې دځينوخوراک موادوپه خوړولوسره ددي چاري مخنيوي وکړو. ١_مڼه ،ناګ ،اوبوهي : نوم اخستل شوي ميوي چې دخوراک پرمهال ډيروژولوته اړتيالري اوداکاردغاښونوپه مرسته ترسره کيږي نوويلوشوچې دغاښونوسره ددي ميوتماس اوپه خوله کې يې دميده کولوپروخت اړخ په اړخ اړول دخولي اوغاښونودپاکوالي لامل ګرځي . نوتاسي کولاي شي چې ددي ميووڅخه دنوروګټوسربيره دخولي اوغاښونوپه پاکولوکې استفاده وکړي خوپام مووي چې داسي ميوي چې اسيدي ياتيزابي خاصيت ولري ډيري ونه کاروي چې دابيادغاښونودمينا برخي ته زيان رسوي . ٢_ پنيرياشيدي : په غذايي موادوکې موجوداسيدي ياتيزاب خاصيت کولاي شي چې دغاښونودمينابرخه زيانمنه کړي نوددي ستونزي دحل لپاره ديوکيلاس شيدوڅښل اوياهم يوه اندازه پنيرخوړل نه يواځي داچې لوکه حل کوي بلکې په شيدواوپنيرکې موجودقنددغاښونودپاکوالي اودخولي دبدبوي دلري کيدلوسره مرسته کوي ٣_پياز: تاسي کولاي شي چې دډوډي خوړلوپروخت دنوروخوراکي توکيوسره په دسترخوان کې پيازهم ولري اونوش جان يې کړي . څيړنوچې دنړي دبيلا بيلوډاکټرانوله لوري ترسره شوي ده ښودلي چې خام پياز په خپل ځان کې دانتي باکتريال قوي ترکيبات لري چې کولاي شي دغاښونودخرابيدوڅلورډوله باکترياوي لمنځه يوسي اودغاښونودپاکوالي سبب شي . ٤_ پاکي اوبه : په اوبوباندي دخولي مينځل کولاي شي تاسوسره دخولي اوغاښونوپه پاک ساتلوکې مرسته وکړي کله چې په خوله اوبه واچول شي اوحرکت ورکړل شي په دي صورت کې اوبه دخولي څخه باکترياوي راټولوي اوپه دي توکه ستاسي دخولي دپاکوالي سبب ګرځي . بايدووايوچې داوبوډيرڅښاک له يوي خواستاسي خوله اوغاښونه پاکوي اوله بلي خواکه مووزن زيات وي نويوڅه به يې راکم کړي .
+ نوشته شده در جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 15:59  توسط سيد مصطفي محمدزاده
|
|