|
د کولرا پیژندنه د دوبي موسم له ناروغیو څخه یوه هم وبا ده چې په عامه ډول د کولرا په نوم یادیږي او د نس ناستی ډیره خطرناکه بڼه ده چې کولی شي ډیر ژر ناروغ له منځه یوسي. د ډاکترانو پر وینا: وبا یا کولرا یوه ساري میکروبي ناروغي ده چې یواځې په انسان کې رامنځته کیږي. د دې ناروغي عامل د ویبریو کلرا په نوم یوه باکتریا ده چې په وړو کولمو کې وده کوي ، دا ناروغي د لومړي ځل له پاره د افریقا په آلتور نومې سیمه کې رامنځته شوې نو ځکه خو په همدغه نوم شهرت لري. دا باکتریا تر ډیره موده په اوبو کې ژوندۍ پاتې کیدی شي او په هغو سیمو کې چی ترمځکې لاندې اوبه یې اوچتې وي ډیره لیدل کیږي او بیا تر ډیره د فُضله موادو او چټلو اوبو له لارې انتقالیدی شي. د کابل ښار د انتاني روغتون موظف ډاکتراصلاح محمد اصلاح وايي: د وبا ناروغي دوه پړاوه لري: په لومړي پړاوکې انسان ناڅاپه، په شدید نس ناستي اخته کیږي چې فشار ورسره وي خو بې له درده او لږ څه وروسته بیا ناروغ ته زړه بدی هم پیدا کیږي، کله ناکله داسې هم پېښیږي چې ناروغ په رځ کې ۴۰ ځله تشناب ته لاړ شي، د ناروغ مدفوع خړ رنګه وي لکه د وریجو اوبو په شان او وینه وکې نه وي او ډیر بد بوی لري. خو د دې نارو غۍ دویم پړاو داسې وي چې ناروغ له پښو لوېږي اود وجود اوبه له لاسه ورکوي، تنده، کمزوري او ګنګسیت هم لري، چې پدغه حالت کې ناروغ خپل ادرار له لاسه ورکوي، پوستکی یې ګونځې کېږي، ګیده یې دننه ځي، عضلې یې درد کوي او ناروغ بې حاله وي. د وبا ناروغی له دغو لارو لېږدېږي: - له ناولو لاسونو چې د ناروغ پرمدفوع او استفراق ککړ وي - له ناولو اوبو - له ناولو خوړو - او له ناولو سبو او میوو څخه هم سرایت کوي - خو ترتولو ډیر خطر یې د ناروغ پر مدفوع او نورو څېزونو ککړتیا ددې ناروغۍ د لېږد لاره ده. ډاکټر اصلاح وایي : چې دا ناروغي د وجود اوبه له منځه وړي او که ناروغ ته ډیر مایعات ورنه کړل شي، مري. دا ناروغی په ښځو او نارینه وو دواړو کې لیدل کیږي، په وړو او مشرانو کې هم، خو له ۲ کلنۍ لاندې ماشومان لږ نیسي ځکه چې دوی یواځې د مور شیدې خوري او یو محافضوي چتر ځانته جوړوي چې له دې ناروغۍ خوندي پاتې کېدی شي. د دی ناروغی دفع له پاره هم د نس ناستي په شان ناروغ ته او آر اس باید ورکړل شي چې په ښار کې پلورل کیږي. په څلور ګیلاسه ایشیدلواوبو کې (او آر اس) ګډ او بیا ناروغ ته ورکول کیږي چې د وجود له منځه تللې اوبه بیرته جبران او ناروغ په پښو ودرېږي.
+ نوشته شده در جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 15:59  توسط سيد مصطفي محمدزاده
|
|