|
د IE لټووني داجزاوو توضيحات ۱:-سرلیک پټه (Title Bar):- پورتنی شین رنګه پټه ، چي دغه لاندي توکي پکښي شتون لري: ß درې تڼۍ (دبندېدو تڼۍ (close)- کمولو تڼۍ (Minimize) - لویولو تڼۍ (Maximize) ) +د IE بشپړ نوم + دخلاصي سوي انټرنیټ پاڼي آدرس+او دپروګرام انځورن (Icon) ۲:- غورنۍ پټه (Menu Bar) : په دې پټې کي ټولي غورنۍ چي دنوموړي پروګرام په کار او تنظیماتو پوري اړه پیداکوي ، شتون لري ، نوموړي غورنۍ په دې لاندي ډول دي : ß File ß Edit ß View ß Favorites ß Tools ß Help ۳:- کره توکپټه (Standard Toolbar) : ټول هغه کره توکي پکښي دي ، چي ډېر ورڅخه کار اخیستل کیږي . دبېلګي په ډول : ß Back تڼۍ (شاته تللو لپاره) ß Forward تڼۍ (مخ ته تللو لپاره) ß Refresh تڼۍ (دصفحې دبیا تازه کېدو لپاره) ß Stop تڼۍ (دصفحې د درولو لپاره) ß Search تڼۍ (دلټون لپاره ) ß Favorite تڼۍ او داسي نور... ۴:- آدرس پټه (Address Bar) : هغه ځای چي تاسو پکښي دویب سایټونو لپاره آدرسونه ورکوئ . یو آدرس په دې ډول وي : http://www.barialai.blogfa.com ۵:- رغښت پټه (Scroll Bar) : دصفحې دلېدو لپاره (عمودي او افقي رغښتونه) ۶:- انکړپټه (Status Bar) : دیوې انټرنیټ پاڼي دراوستولو او دهغې دپوره آدرس ښودنه کوي .
+ نوشته شده در جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 15:59  توسط سيد مصطفي محمدزاده
|
|