داروپایی ډاکټرانو ټولنې غړو طبي څیړونکو وییلي په میوو او سبو کې داسې مواد شته چې کولاې شي تر ډیره د زړه د ناروغیو مخنیوي وکړي او بل راز یې په دې کې دی چې په میوو او سبو کې د شحم کچه کمه وي او په ځینو  میوو اوسبو کې خو بیخي نه وي.

د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله په اروپا کې زیات وګړي د زړه د بیلابیل ډوله ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. هر هغه څوک چې غواړي د زړه له ناروغیو څخه خوندي اووسي باید د ورځې اتیا ګرامه میوه او سابه وخوري.

دغه څیړنه چې د European Heart Journal  چاپ شوې ښودلې هغه وګړو چې هره ورځ د یو پورشن یا ۸۰ ګرامه څخه زیات سابه او میوه خوري د زړه او نورو ناروغیو لکه کینسر کچه پکې ٪۲۲ کمیږي.


 ډاکټر فرانسیسکا کرو د اکسفورډ پوهنتون د کینسر او زړه ناروغیو علمي ډلې مشر دغه څیړنه د اتو اروپایی هیوادونو  ۳۰۰،۰۰۰ زره څخه زیاتو وګړو کې ترسره شوې او په دغه اتو هیوادونو کې په هرو درې سوه زره خلکو کې ۱،۶۳۶ وګړي د زړه په ناروغیو اخته کیږي.

دغه څیړنو ښودلې چې څوک څومره زیات میوه او سابه خوري هماغومره د زړه ناروغیو له خطر سره کم مخ کیږي.

نوموړی ډاکټر زیاتوي زه پر دې هم ټینګار کوم چې د زړه ناروغیو د خطر تر څنګ د سبو او میوو خوړل د نورو ګڼ شمیر ناروغیو کچه هم راکموي.



+ نوشته شده در  جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 15:56  توسط سيد مصطفي محمدزاده   |