د مغز د ژور تحریک په نوم دا تکنیک د هغو الیکترودونو په وسيله ترسره کېږي چې به کوپړۍ  د سوریو له لارې مغز ته تیریږي .


دا الکترودونه  د بیټر یو په یوې بستې پورې  تړل کېږي  چې د مغز د ځینو برخو د مهار یا تحریک لپاره په ډیره کمه اندازه بريښنا ورکوي .


دا چې د مغز په  دوو برخو کې دا ډول تحریک څنګه اغیز کوي په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي .


لومړنی ناروغه  چې دا الکترودونه يې مغزو ته ورتیر شول ۶۲ کلنه شیلا وه چی د ې ورستیو  ۹ کلونو  کې   د ژور خپګان او رواني  ناروغۍ څخه رنځیدله.


هغه وایي :  یواز ې خپل مرګ ته مې انتظار ویسته ، او داسې وه  لکه چې په یوه تیاره تونل کې بنده پاتې یم .


شیلا ته د مغزو د ژور تحریک عملیاتو یوازې د لږ وخت لپاره  ګته وکړه نو ځکه  د هغې لپاره دا عمل دوهم ځل هم ترسره شوه چې وضیعت یې نورهم ښه شي .


هغه وایي : یوه ورځ چې سهار پاڅیدم نو فکر مې وکړه  چې حالت مې بدل شوی دی ، غوښتل مې چې له ځایه پورته شم او کار وکړم  . اصلا د ژوند په وړاندې مې نظر بدل  شو.


د روغتیايي څیړونکیو  دا ډله هیلمنه ده  چې دمغز د ژور تحریک ممکن یوه ورځ د هغو جراحي عملیاتو مخه ونیسي چې په داسې حالاتو کې کېږي خو زیان يې زیات دی   .

+ نوشته شده در  جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 15:52  توسط سيد مصطفي محمدزاده   |