مهال څوک نه پوهیږي چې خپل وړ ماشوم څنکه په سمه توګه د هغه تیروتنو ته متوجې کړي او له زیان اړونکیو چارو څخه يې منع کړي .
په
دې وخت کې باید دې ټکي ته پام وشي چې هغه حرکات او کارونه چې تر پنځو
کلونو پورته ماشومانو لپاره یوه تیروتنه او خطا حسابیږي د یو یا دوه کلن
ماشوم لپاره یوه طبیعي امر دی . ماشومان په دی عمر کې ډیر کنجکاو وي او په دې هڅه وي چې هر څه وپیژني او هرشی لاس کې واخلی او یا يې خولې ته یوسي .
دا ماشومان دخپلې شااوخوا دنیا کشف ته ډیرلیواله وي او غواړي چې هر څه تجربه کړي . نو مخکی له دې نه چې خپل ډیر وړوکی ماشوم تنبیه کړئ دې پوښتنو ته ځواب ورکړئ : ایا
کاریې خطا و او د مجازات مستحق دی؟ ایا هغه کوم شی یې چې مات کړی او یا
یې له کوم خطرناک توکي سره لوبې کړي ،ماشوم څنګه هغه شي ته لاسرسۍ
موندلی؟ او یا چا ورته هغه شی په لاس ورکړی دی ؟ ایا هغه د خپل خور ،ورورو،ملګري او یا دخپل ګاونډي ماشوم ویښته شکولي ؟
ستاسو
په نظر د هغه دا کړنې څه معنی لري ؟ تاسې باید پوه شئ چې ډیری داسې
ماشومان چې نوي په پښو راغلي وي نور ماشومانو ته ضرر نه رسوي . هرکله
چې ستاسو واړه ماشومان نوي شیانو سره مخ کیږي نو هغوی غواړي چی لمس یې
کړي ،ځانته یې کش کړي او یا یې هم پر مځکه وغورځوي او کله يې په لغتو
وهي چې په دې کار سره دوی یوازې غواړي چې پوه شي څه کیږي او یا څه تغیر
په کې راځې؟ په هر حال ، وړوکی ماشو م هیڅکله نه غواړي چې قصدا چاته
ضرر ورسوي او یا یې هم وزوروي ځکه په دې عمر کې ماشو م دزورولو په معنی
نه پوهيږي. تر څو چې د تاسو ماشوم د خپلې شا او خو نړۍ عمل او عکس العمل کشف نه کړي نو د هیڅ ډول کړنې په بدل کې د تنبیه وړ نه دی . هغه
چې هر څه کوي مطلب یې ښه کار او یا بد کار نه دی ، هغه یوازې غواړي چې
هر کار تجربه کړي نو اوس تاسې فکر وکړئ چې ایا دا به سمه وي چې خپل نوی
پر پښو راغلی ماشوم تنبیه کړو ، ویې وهو او یا ورته سخت په غوسه شو .
په داسې حالاتو کې د مور او پلار دنده ده چې د ماشوم لپاره داسې چاپیریال برابر کړي چېرې چې زیان اړونکې شیان ونه اوسې .
مور او پلار باید شیبه ، شیبه د خپل ماشوم له حاله خبره وي چې په څه بوخت دی او یا له څه شي سره لوبې کوي ؟
په دې عمر کې د ماشوم تنبیه یا ورته سخت په غوسه کیدل د هغه راتلونکې رواني وضیعت خرابولی شي.
نو ښه داده چې خپلو ماشومانو ته یو ارام چاپیریال برابر کړو او تل
مو ورته پام وي څو هغوی خپل چاپیریال هم وپیژنې او ځان یا نورو ته زیان هم
ونه ړوي .
+ نوشته شده در جمعه ۲۶ اسفند ۱۳۹۰ساعت 15:51  توسط سيد مصطفي محمدزاده
|
درباره وبلاگ
جرقویه - سیان جرقویه اصفهان سیان نمکی امامزاده شاه عبدالمظفر شاه چشمه- سیان سفلی - سیان خمین